۰

هند به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد کابل کې د هند له لوی سفیر وینی کمار سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
هند به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد کابل کې د هند له لوی سفیر وینی کمار سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي ښاغلي خالد نن، چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه له ښاغلي کمار سره ولیدل او دواړو لورو له افغان ځواکونو سره د هندوستان پر مرستو او همکاریو هم خبرې اترې کړې دي.

سرچینه زیاتوي په دغه لیدنه کې د هند سفیر وینی کمار و ویل، چې هېواد به یې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ او همکاریو ته دوام ورکړي.

هند پر داسې مهال له افغان ځواکونو سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کوي، چې دوه ورځې وړاندې یې د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج د منځنۍ آسیا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په غونده کې و ویل، چې هېواد به یې په افغانستان کې درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

دغه غونده چې د ازبکستان سمرقند کې جوړه شوې وه، مېرمن سوراج و ویل، افغانستان کې له پانګونې یې موخه په دغه هېواد کې د ثبات ټینګښت او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا ده.

نوموړې ویلي و، چې هند په سیمه کې یو سوله ییز او باثبات افغانستان او د همدې لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي