پي. اي. ډبليو:

کابو ۶۷ سلنه پاکستانیان لمونځونه نه کوي

26 جدی 1397 ساعت 13:53

د پي اي ډبلیو په نوم یوه امریکايي څېړنیز مرکز په د مدهبي هېوادونو په اړه یو رپوټ خپرو کړی، چې افغانستان په کې په لومړي سر کې دی.


د پي اي ډبلیو په نوم یوه امریکايي څېړنیز مرکز په د مدهبي هېوادونو په اړه یو رپوټ خپرو کړی، چې افغانستان په کې په لومړي سر کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډیلي ټایمز ورځپاڼې د همدې مرکز د یاد رپوټ پر بنسټ لیکلي، چې افغانستان ته د نړۍ د تر ټولو ډېر مذهبي هېواد درجه ورکړل شوې ده.

په یاد رپوټ کې ویل شوي، چې د افغانستان ۹۹ سلنه وګړي یې مذهبي دي او ورځني لمونځونه کوي.

په دې راپور کې نايجيريا دويم مذهبي هېواد بلل شوى چې ٩٥ سلنه وگړي يې لمونځ کوي او يوازې ٥٠ سلنه خلک يې مسلمانان دي.

ايران بيا دريم ځاى کې راغلى.

ډیلي ټایمز ورځپانې وايي، په دغه رپوټ کې پاکستان بیا پر شپږم ځای دی، چې ۹۶ سلنه خلک یې مسلمان دي، خو شاوخوا ٦٧ سلنه يې په ورځني ډول لمونځونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com