۰
ولسي جرګه کې د غزني استازي:

نور مو د طالبانو له ظلمه وژغوری له یوې بوجۍ کچالو هم مالیه غواړي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۳
ولسي جرګې د امنیتي بنسټونو وغوښتل، چې د غزني د ولسوالیو تر منځ د مواصلاتي لارو د خلاصون په موخه جدي اقدامات وکړي او خلک د وسله والو له ظلمه خلاص کړي.
نور مو د طالبانو له ظلمه وژغوری له یوې بوجۍ کچالو هم مالیه غواړي
ولسي جرګې د امنیتي بنسټونو وغوښتل، چې د غزني د ولسوالیو تر منځ د مواصلاتي لارو د خلاصون په موخه جدي اقدامات وکړي او خلک د وسله والو له ظلمه خلاص کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي و ویل، چې د غزني ښار او ولسوالیو تر منځ د لارو بندښت او د طالبانو له خوا د خلکو نه په زور اخیستنې او باج ګیر یو ناورین او د نه منلو دي.

هغه د نن چهارشنبې مرغومي ۲۶ مه غونده کې و ویل، چې د یادې ستونزې د حل لپاره د غزني وکیلانو پرلپسې غږ پورته کړی خو تر اوسه امنیتي ادارو کوم اقدام نه دی کړی.

ابراهیمي پر دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غږ وکړو چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې بېړني ګامونه واخلي او غزنیچیان دې نور د طالبانو له ظلمه وژغوري.

په جرګه کې د غزني استازي خداداد عرفاني و ویل، چې دا مهال له غزني ښار سره د ولسوالیو، جاغوري، مالستان، ناور، اجرستان او جغتو لارې د طالبانو له خوا تړل شوې او پر لاره تېرېدونکو کسانو باج اخلي.

ده زیاته کړه، چې طالبان پر دغه لارو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، او که څوک ډېر اړ وي باید طالبانو ته جزیه ورکړي.

د غزني بل استازي علي اکبر قاسمي و ویل، طالبان له خلکو د حیواناتو، یوې غوا، مېږې او ان یوې بوجۍ کچالو عشر او زیات هم غواړي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او خپل ناروغان غزني ښار ته نه شي بېولی.

وکیلان وایي، که څه هم څو ورځې وړاندې دفاع وزارت ۱۵ او کورنیو چارو وزارت ۷ ورځې مهلت ترې غوښتی و، خو په وینا یې تر اوسه یې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي