۰
چین:

افغانستان دې د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې خپل رول زیاته کړي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۹
چین له افغانستان دولت نه وغوښتل، چې ترانزیټي برخه کې پانګونه زیاته او دغه راز د یو کمر بند او یوې لارې پروسه کې خپل رول زیات کړي.
افغانستان دې د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې خپل رول زیاته کړي
چین له افغانستان دولت نه وغوښتل، چې ترانزیټي برخه کې پانګونه زیاته او دغه راز د یو کمر بند او یوې لارې پروسه کې خپل رول زیات کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د چین سفیر لیوجین سونګ نن چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه کابل کې د یوې غوندې پر مهال وکړې.

دغه غونډه چې د یو کمربند یو لار پروژې په برخه کې د افغانستان د ستونزو او فرصتونو د ارزونې په موخه وه، د چین سفیر ټینګار وکړ، چې افغانستان باید په دې پروژه کې خپل رول زیات کړي.

نوموړي و ویل، افغانستان د دغه پروزې یو مهم غړی دی او کولی شي د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې چې د دغه پروژې په عملي کولو سره راتلای شي عمده رول لوبولی شي.

د هغه په وینا افغانستان کولای شي، د یو کمربند او یوې لار پروژې له لارې له منځنۍ آسیا او پاکستان سره ونښلي او دلته له شته اقتصادي او ترانزیټکي سیمه ییزه پلانونو ګټه پورته کړي.

خو په وینا یې دغه پروژې ته د رسېدو په برخه او دغه راز د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات لومړنی شرکت دی.

بل خوا هغه دا هم و ویل ګڼ هېوادونه له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لیوال دي، چې یو هم چین دی او په دې برخه کې خپل هوډ ته ژمن دی خو په وینا یې افغان سوداګر هم باید هڅه وکړي، چې خپل صادرات په معیاري ډول د چین بازارونو ته ورسوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د چین بازارونو د افغان سوداګرو صادراتو ته اړتیا لري خو په وینا یې د افغانستان محصولات باید په معیاري شکل بسته بندي او چین ته صادرکړای شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي