یو امریکايي سناتور:

ټرمپ سل سلنه ډاډ راکړی، چې ځواکونه له افغانستان باسي

27 جدی 1397 ساعت 9:04

یو امریکايي سناتور رانډ پاول وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمن دی، چې له افغانستان امریکايي سرتېري وباسي.


یو امریکايي سناتور رانډ پاول وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمن دی، چې له افغانستان امریکايي سرتېري وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رانډ پاول په یوه خبري ناسته کې ویلي له افغانستان او سوریې د امریکايي ځواکونو پر ایستلو یې له ټرمپ سره خبرې کړې دي.

دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان او سوریې د امریکايي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی.

د هغه په وینا له ده سره خبرو کې ټرمپ ژمنه کړې، چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان باسي او په دې کې پر جګړه لګېدونکې پیسې به د امریکا د رغونې او داخلي امنیت لپاره لګول کېږي.

نونوموړي زیاته کړې«ټرمپ سل سلنه ډاډ راکړی، چې له افغانستان به خپل ځواکونه باسي، خو د یوه پلان له مخې.»

په ورته وخت کې امريکايۍ فوربس مجلې لیکلي، له افغانستان او سوريې د ځواکونو د اېستلو شوى اعلان که څه هم وروسته بدل خو حالت اوس هم نا څرګند دى.

دغه مجلکه کې ویل شوي ټرمپ غواړي د هغو کسانو د ناهيلي کولو لپاره امريکايي سرتېري له افغانستان او سوريې وباسي چې دغه ځواکونه يې استولي او هلته يې ساتلي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com