د سوریې ځانمرګي برید کې څلور امریکایان هم وژل شوي

27 جدی 1397 ساعت 9:16

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، په سوریه کې په پروني ځانمرګي برید کې ۷ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، په سوریه کې په پروني ځانمرګي برید کې ۷ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سوریې په منبج ښار کې پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه د ائتلافي ځواکونو ګزمې ته نېږدې یو ځانمرګی برید وشو.

په سوریه کې یوې څارونکې ډلې ویلي په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دې برید کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه برید کې څلور امریکایان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو امریکایانو کې دوه سرتېري او دوه هم ملکي قراردایان دي.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112512

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112512/

جمهور
  https://www.jomhornews.com