طالبانو د پروان د شینوارو ولسوالۍ د محکمې رییس تښتولی

27 جدی 1397 ساعت 9:55

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د محکمې رییس برمته او تښتولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د محکمې رییس برمته او تښتولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ویلي طالبانو تېره ورځ (چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه) د شینوارو ولسوالۍ د محکمې رییس د کابل – پروان پر لویه لار له موټره ښکته کړی او له ځان سره یې وړی دی.

د نوموړې په وینا د محکمې رییس سحر ګل پرون غرمه کابل ته روان و، چې د شینوارو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې طالبانو برمته کړی دی.

د پروان د والي ویانده زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو له تېرې شپې راهیسې د سحرګل د خلاصون لپاره پراخ عملیات پیل کړي او دا مهال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

خو دا چې په عملیاتو کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې که نه نوموړې جزیات ورنه کړل.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 112514

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112514/

جمهور
  https://www.jomhornews.com