۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې ۳۵۰ غړو د لرې کولو ګواښ کړی

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ولسی جرګې ۳۵۰ غړو ته خبردارۍ ورکړی که خپلې پانګې ثبت نه کړي نو رد صلاحیت او د پارلمان له څوکۍ به لرې کړای شي.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې ۳۵۰ غړو د لرې کولو ګواښ کړی
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ولسی جرګې ۳۵۰ غړو ته خبردارۍ ورکړی که خپلې پانګې ثبت نه کړي نو رد صلاحیت او د پارلمان له څوکۍ به لرې کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر وړاندې تر اوسه پورې د پاکستان د ولسي جرګې ۶۰۰ غړي د خپلو پانګو د نه ثبت له آمله د ټاکنو کمېسیون ته ورمعرفي شوي دي.

خو اوس مهال د ولسي جرګې ۳۵۰ غړي، چې خپلې پانګې یې نه دي اعلان او ثبت کړې، د رد صلاحیت او لرې کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي که دغه وکیلان د راتلونکې فبرورۍ تر ۱۵ مې خپلې پانګې اعلان نه کړي او کمېسیون ته معلومات ور نه کړي، نو صلاحیت به ترې واخستل شي او د ولسي جرګې له څوکیو به لرې کړای شي.

د پاکستان د قانون له مخې وکیلان باید د نوم لیکنې پر مهال خپلې پانګې په رڼه توګه وښيي او که نه وروسته به د وکالت څوکۍ ترې واخستل شي او پر ځای به یې د بل کس د ټاکنو لپاره رایه اچونه وشي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي