۰
پارلمان ته د کورنیو چارو وزارت ځواب:

قانون معزز او مهم نه پېژني، مهرباني وکړی اوله د معززانو او مهمانو قانون تصویب کړۍ

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې او سنا مجلس د غړو هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د یاد وزارت د وروستیو اقداماتو په اړه یې ترې غوښتي و، چې پولیس باید د وکیلانو او سناتوران غزت او ځای په پام کې ونیسي.
قانون معزز او مهم نه پېژني، مهرباني وکړی اوله د معززانو او مهمانو قانون تصویب کړۍ
د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې او سنا مجلس د غړو هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د یاد وزارت د وروستیو اقداماتو په اړه یې ترې غوښتي و، چې پولیس باید د وکیلانو او سناتوران غزت او ځای په پام کې ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونو ته په غبرګون
د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په خواشنۍ سره یا هم له نېکه مرغه هېڅ داسې قانون او مقرره شتون نه لري، چې له مخې یې پولیس د هغو مطابق له هغه کسانو سره چې ځانونو ته مهم، معزز، بانفوذه یا هم وي آی پي معرفي کوي بل ډول چلند وکړي.
کې ویلي، چې په خواشنۍ سره یا هم له نېکه مرغه هېڅ داسې قانون او مقرره شتون نه لري، چې له مخې یې پولیس د هغو مطابق له هغه کسانو سره چې ځانونو ته مهم، معزز، بانفوذه یا هم وي آی پي معرفي کوي بل ډول چلند وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې ویلي، هغه څه چې شتون لري هغه قانون دی، چې د ټولو لپاره دی او قانون مهم او معزز نه پېژني.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي«کله چې پولیس له مغزز قانون ماتونکي یا هم له قانون سره مهم جګړه کوونکو سره مخ کېږي نو د دې ډلې او پاړکي تمه ده، چې پولیس دوی ته قانون څټ ته کړي او سلامي ورته وکړي.

کورنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې ولسي جرګې ته وړاندیز کړی، چې مهربانی وکړی د مهمو کسانو قانون تصویب کړی تر څو پولیس د هغو مطابق چلند وکړي او ځان له همغه قانون سره سم کړي.

د وزارت په خبرپاڼه کې وکیلانو ته په خطاب کې ویل شوي«که د مهمو کسانو د قانون د تصویب لپاره وخت نه لری، ښه به وي
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي«کله چې پولیس له مغزز قانون ماتونکي یا هم له قانون سره مهم جګړه کوونکو سره مخ کېږي نو د دې ډلې او پاړکي تمه ده، چې پولیس دوی ته قانون څټ ته کړي او سلامي ورته وکړي.
داسې پرېکړه وکړی، چې د هغې په رڼا کې موږ وکولای شوي له معزز قانون ماتونکو او بانفوذه قانون ستېزانو سره د پولیسو چلند مدیریت کړو.»

 کورنیو چارو وزارت دغه اعلامیه په داسې حال کې خپروي، چې د غلو، قاتلینو، انسان تښتوونکو او نورو ګڼو جینايي مجرمانو پر وړاندې یې وروستي اقدامات د عامو خلکو له تاوده او پراخ هرکلي سره مخ شوي خو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ځینو غړو نیوکې پرې زیاتې شوې دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د پرون په غونده کې و ویل، چې دوی د کورنیو چارو وزارت په ځانګړې توګه د پولیسو له کړنو خوښ دي، خو په وینا یې دغه کړنې باید قانوني او مسلکي ډول تنظیم شي او له دې زیاته د ولسي جرګې او افغان ولس د ځورولو لامل نه شي.

دغه راز مشرانو جرګې د کورنیو
د وزارت په خبرپاڼه کې وکیلانو ته په خطاب کې ویل شوي«که د مهمو کسانو د قانون د تصویب لپاره وخت نه لری، ښه به وي داسې پرېکړه وکړی، چې د هغې په رڼا کې موږ وکولای شوي له معزز قانون ماتونکو او بانفوذه قانون ستېزانو سره د پولیسو چلند مدیریت کړو.»
چارو وزارت وروستیو اقداماتو ته په اشارې له دغه وزارت وغوښتل، چې د سناتوران عزت او نوم و نښان ته جدي پاملرنه وکړي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار د تېرې سه شنبې مرغومي ۲۵ مې په غونډه کې و ویل، پولیس باید د ملي شورا د غړو غزت او ځای ځایګي ته جدي پاملرنه وکړي او د پارلمان د غړو او وسله والو کسانو تر منځ توپیر وکړي.

د مشرانو جرګې د نن ورځې په غونده کې ځینو سناتورانو نیوکه کوله، چې کابل ښار کې پولیس له دوی سره ښه چلند نه کوي او سپکاوی یې کېږي.

د جرګې غړي امان الله اعظمي و ویل دا ځان ښوودنه ده، چې پولیس د سناتورانو موټر دروي او په غیر مسلکي چلند د موترو او وسلو د کارت پوښتنه ترې کوي.

د جرګې بل غړي محمد آجان منګل و ویل دا چې د کورنیو چارو وزارت پر ساتونکو هم محدویت ايښتی او هغوی نه پرېږدي، چې د موټر په بادۍ کې کېني دا خپله د سناتورانو سپکاوی
د خواله رسنیو د ډېری کارکوونکو په وینا قانون معزز، مهم، بانفوده او زورواکي نه پېژني، بلکې هر څوک چې مجرم وي، تر غاړه یې رانیسي.
او د پولیسو ځان ښوودنه ده.

خو په ټول کې د کورنیو چارو وزارت وروستي اقدامات د خلکو له تاوده او پراخ هرکلي سره مخ شوي، او له دغه وزارت یې د ورته نورو جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

عام خلک هم همدای وايي، چې قانون باید د ټولو لپاره وي او پر ټولو باید یو شان پلی شي، نه دا چې معزز، مهم او ځان ته بانفوذه ویونکي کسان ترې خوندي وي خو یوازې پر عام او غریب ولس پلی شي.

د خواله رسنیو د ډېری کارکوونکو په وینا قانون معزز، مهم، بانفوده او زورواکي نه پېژني، بلکې هر څوک چې مجرم وي، تر غاړه یې رانیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي