۰

ننګرهار کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۱
د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي
د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه(د مرغومي ۲۶مه) د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دغه طالبان راټول شوي و او غوښتل یې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدنه وکړي، خو د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرې وار ړومبی کړ.

دی وايي، په دې عملیاتو کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، چې جسدونه او وسلې یې د جګړې پر میدان کې پاتې دي.

د والي ویاند زیاتوي، له وژل شویو کسانو دوه میله پیکا، یو میل راکټ، ۷ میله کلاشنکوفونه، دوه اېکم مخابرې، لاسي بمونه، د راکټ مرمۍ، د ورځې دروبین او یو شمېر نور د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.

خوږیانی وايي، په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي