۰

حکمتیار به هم د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره نوم لیکنه وکړي

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د اسلامي حزب یو لوړ پوړی غړی همایون جریر وايي، ټاکل شوې ښاغلي حکمتیار هم په نېږدې راتلونکې کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نومانداۍ لپاره نوم لیکنه وکړي.
حکمتیار به هم د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره نوم لیکنه وکړي
د اسلامي حزب یو لوړ پوړی غړی همایون جریر وايي، ټاکل شوې ښاغلي حکمتیار هم په نېږدې راتلونکې کې  د ولسمشرۍ ټاکنو د نومانداۍ لپاره نوم لیکنه وکړي.

جریر دغه خبره جمهور خبري آژانس ته په یوه تلېفوني مرکه کې وکړه، خو دا یې ونه ویل، چې د ښاغلي حکمتیار لومړی او دوهم مرستیال به څوک وي.

هغه په دې اړه هم جزیات ورنکړل، چې د اسلامي حزب مشر د انتخاباتي ټکټ د جوړېدو په اړه د کوم بل سیاسي ګوند یا جریان ملاتړ تر لاسه کړی دی که نه.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون ځینې سرچینې وايي، ښايي حکمتیار نن د ټاکنو کمېسیون ته ورشي او د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي، خو جریر په دې اړه څه ونه ویل.

باید و ویل شي، چې حکمتیار تر دې وړاندې له جنرال دوستم او محمد کریم خلیلي سره د یوه انتخاباتي ټکټ پر جوړلو خبرې کړې وې خو داسې ښکاري، چې دغه خبرو کومه مثبته پایله نه درلوده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر یوازې درې ورځې پاتې دی او تر اوسه پورې ۷ تنو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه کسانو ته چې انتخاباتي کڅوړې یې تر لاسه کړې او غواړي ځان نوماند کړي خبر ورکړی، چې په دریو ورځو کې نوم لیکنه وکړي که نه دغه پروسه نوره مخ پر بندېدو ده.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي