۰

افغانستان ته د امریکا د استازو مجلس د رییسې سفر لغوه شوی

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ته اجازه نه ده ورکړې، چې په یوه پوځي الوتکه کې افغانستان ته سفر وکړي.
افغانستان ته د امریکا د استازو مجلس د رییسې سفر لغوه شوی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ته اجازه نه ده ورکړې، چې په یوه پوځي الوتکه کې افغانستان ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه مېرمن پلوسي په یوه پوځي الوتکه کې افغانستان ته سفر وکړي، خو ټرمپ ویلي، که هغه غواړي افغانستان ته لاړه شي کولای شي په یوه تجارتي الوتکه کې سفر وکړي.

ویل کېږي د امریکا د استازو مجلس مشر د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته سفر ولري، خو د نوموړې ویاندې ویلي سپینې ماڼۍ د دغه سفر جزیات رسنیو ته ورکړي او پدې توگه پلوسي ته امنیتي گواښونه زیات شوي دي.

ټرمپ په یوه لیک کې د دې سفر د لغوه کېدو دلیل د امریکا د حکومت د یوې برخې تړل کیدل بللي او وايي، دا د عامه اړیکو یو مناسبت دی.

 هغه زیاته کړې«دا چې د امریکا اته سوه زره کارګران تنخوا نه تر لاسه کوي، زه ډاډمن یم چې له دې سره موافق یئ چې د عامه اړیکو د دې سفر ځنډول کاملاً مناسب دي.»

نوموړي په لیک کې ویلي کله چې د امریکا د حکومتي ادارو د یوې برخې تړل کیدل پای ته ورسېږي، دوی به دا سفر تنظیم کړي.

د ټرمپ په وینا نانسې پلوسي او د کانګرس نور استازي کولی شي چې د دې سفر لپاره په تجارتي الوتکو کې تګ له خپله اړخه تنظیم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي