۰

د ډاکترعبدالله، جنرال دوستم او کریم خلیلي انتخاباتي ټکټ هم جوړ شو

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
ملي جنبش ګوند تایید کړه، چې د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم او د سولې د عالي شورا د رییس محمد کریم خلیلي تر منځ پر یوه ګډ انتخاباتي ټکټ هوکړه شوې ده.
د ډاکترعبدالله، جنرال دوستم او کریم خلیلي انتخاباتي ټکټ هم جوړ شو
ملي جنبش ګوند تایید کړه، چې د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم او د سولې د عالي شورا د رییس محمد کریم خلیلي تر منځ پر یوه ګډ انتخاباتي ټکټ هوکړه شوې ده.

ویل کېږي ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند په توګه ټاکل شوي، چې لومړی مرستیال به یې د دوستم له خوا او د دوهم مرستیال به یې د خلیلي له خوا وي.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه مشرانو تېره شپه د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست صلاح الدین رباني په کور کې ناسته درلوده او په ولسمشرۍ ټاکنو یې خبرې کړې دي.

د قرلق په وینا، ښاغلی دوستم، ښاغلی خلیلي او ښاغلی رباني دې هوکړې ته رسېدلي، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ولسمشریزه ټاکنو له انتخاباتي ټیم څخه ملاتړ وکړي.

نوموړی زیاتوي، پر دې هوکړه شوې، چې ډاکتر عبدالله د ولسمشرۍ د نوماند په توګه وړاندې کړي، چې لومړی مرستیال به یې د جنرال دوستم کس بابر فرهمند او دوهم مرستیال به یې د خلیلي کس اسدالله سعادتي وي.

دغه راز ویل کېږی، چې د ډاکتر عبدالله په ټاکنیز ټکټ کې حکمت خلیل کرزي ته د اجرائیه ریاست څوکۍ په پام کې نیول شوې، چې وروسته به یې دوه مرستیالان هم معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي ولسمشر محمد اشرف غني هم خپل ټاکنیز ټکټ بشپړ کړی او کېدای شي نن او یا هم سبا کمېسیون ته ورشي او نوم لیکنه وکړي.

راپورنه وايي، ښاغلي غني خپل لومړی مرستیال د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح او دوهم مرستیال سروردانش ټاکلی دی.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې لپاره یوازې نن او سبا ورځې پاتې دي او کمېسیون وایي، دغه مهال وېش به بیا تمدید نه کړي.

تر اوسه پورې د محمد حینف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم په ګډون ۹ نوماندانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې نومونه ثبت کړي دي.

ویل کېږي، چې د نن شنبې مرغومي ۲۹ مې تر پای پورې ښايي رحمت الله نبیل، احمد ولي مسعود او ګلبدین حکمتیار هم کمېسیون ته ورشي او نوم لیکنه وکړي.

راپورونه وايي، نبیل خپل لومړی مرستیال جنرال مراد علي مراد، دوهم مرستیال مسعوده جلال، احمد ولي مسعود خپل لومړی مرستیال عبدالرحیم ایوبي او دوهم مرستیال لطیف نظري ټاکلي، خو د ښاغلي حکمتیا د ټیم په اړه تر اوسه معلومات نشته.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي