۰

مکسیکو کې یوې چاودنې ۲۱ تنه وژلي دي

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۱
راپورنه وايي، د مکسیکو د تېلو په یوه نل لیکه کې د چاودنې له امله تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مکسیکو کې یوې چاودنې ۲۱ تنه وژلي دي
راپورنه وايي، د مکسیکو د تېلو په یوه نل لیکه کې د چاودنې له امله تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مکسیکو چارواکي زیاتوي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې خلک د تېلو اخستو په موخه ورغلي و.

چارواکو ویلي په دې چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او تر ۸۰ زیات وژل شوي دي او تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم شوی.

خو د مکسیکو د تېلو د استخراج او تصفیې ملي شرکت بیا وايي چې دغه چاودنه له نل لیکې د تېلو له غلا سره مستقیمه اړیکه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي