۰

کندهار کې نفوذي کس څلورو سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې یوه نفوذي کس په وسله وال برید کې څلور تنه سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کندهار کې نفوذي کس څلورو سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې یوه نفوذي کس په وسله وال برید کې څلور تنه سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ د قاري سلیم درې په سمیه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي وايي، د سیمه ییزه پولیسو په یوه پوسته کې اشپږ چې ګومان کېږي له طالبانو سره یې اړیکې لرې پر پولیسو ډزې کړې دي.

نوموړي ویلي په دغه پېښه کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې بریدکوونکی په تېښه بریالی شوی خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه ورته برید له امله دوه پولیس وژل شوي او یو بل یې ټپي کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي