امرالله صالح له خپلې دندې استعفا وکړه

29 جدی 1397 ساعت 14:55

امرالله صالح کې تازه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و، له خپلې دندې استعفا کړې ده.


امرالله صالح کې تازه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د ښاغلي صالح استعفا تایید کړې او ویلي یې دي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست نن شنبې د مرغومي ۲۹ مه له خپلې دندې لاس په سر شو.

نوموړي د ښاغلي صالح د استعفا په اړه څه ونه ویل، خو وړاندې تر دې ځینو باوري سرچینو ویلي و، چې ښاغلی صالح په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د ښاغلي غني لومړی مرستیال ټاکل شوی دی.

یوې سرچینې رسنیو ته منلې وه، چې ښاغلي غني په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې امرالله صالح خپل لومړی مرستیال او سروردانش دوهم مرستیال ټاکلي دي.

کېدای شي، د ښاغلي صالح د استعفا لامل همدا وی، چې د ولسمشر غني له خوا په راتلونکو ټاکنو کې د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې لپاره یوازې سبا ورځ پاتې ته او د دغه ورځې تر پای ته رسېدو وروسته کمېسیون د مهال وېش د بیا تمدید راپورنه هم رد کړي دي.

تر اوسه پورې د ښاغلي اتمر، حکمتیار، احمد ولي مسعود په ګدون ۱۱ تنو راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته د نوماند په توګه نوم لیکنه کړې.

کېدای شي ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله، رحمت الله نبیل او ځینې نور نوماندان هم تر سبا پورې کمېسیون ته ورشي او نومونه ثبت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112567

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112567/

جمهور
  https://www.jomhornews.com