۰

خلیلزاد: امریکا په افغانستان کې سوله غواړي نه جنګ

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د افغان سولې لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي ګڼ کسان داسې اندېښنه لري، چې ګڼې امریکا په افغانستان کې هم سوله غواړي او هم جنګ.
خلیلزاد: امریکا په افغانستان کې سوله غواړي نه جنګ
د افغان سولې لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي ګڼ کسان داسې اندېښنه لري، چې ګڼې امریکا په افغانستان کې هم سوله غواړي او هم جنګ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې تېره شپه (د مرغومي ۲۹ مه) په خپله ټوېټر پاڼه کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي نه جګړه.

نوموړي ویلي، جګړه باید سمدستي پای ته ورېږي، خو د سولې لټون هم به دې معنی دای، چې له اړتیا سره سم باید جنګ وکړو.

خلیلزاد زیاته کړې سولې ته د رسېدو لپاره چمتو دی، چې د ټولو خواوو مشروع اندېښنې له داسې لرې ځواب کړي، چې د افغانستان خپلواکي او حاکمیت تضمین او د سیمې د هېوادونو د مشروع ګټو ځواب ویوونکي وي.

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مهال وېش له مخې یې د افغان سولې لپاره د وروستي سفر موده د راتلونکې سه شنبې په ورځ پای ته رسېږي.

هغه په خپل دې سفر کې، هند، متحده عربي اماراتو، چین، افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې وکړې.

نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر باجوه، د بهرنیو چارو وزیر قریشي سره وکتل او ویې ویل، پاکستان ورته د افغان سولې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

که څه هم پاکستاني چارواکو خلیلزاد ته د مرستې ډاډ ورکړی و، خو هغه تر اوسه نه دی توانېدلی، چې له طالبانو سره د سولې په ټپه ولاړ خبرې بیا له سره پیل کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، که څه هم پاکستان په یوه پیغام کې له طالبانو غوښتي و، چې اسلام آباد کې له خلیلزاد سره خبرې وکړي، خو ښکاري چې طالبانو له دې ناستې انکار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي