سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو فاریاب ولایت کې د یوې ښځې په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه وړمه شپه د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د خواجه سبزپوش ولسوال میرویس سید زوی وايي، وسله والو کسانو د یادې ولسوالۍ په غذاري کلي کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژلي دي.
هغه ادعا وکړه، چې دا وسله وال د طالبانو اړوند و او دا کار یې د دې لپاره کړی، چې په خلکو کې وېره خپره کړي.
بل خوا طالبانو منلې چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمه کې یوه مېرمن او درې نارینه وژل شوي، خو وايي دا کار دوی نه دی کړی، بلکې ناپېژاندو وسله والو یاد څلورکسان دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل