امریکایي پوځي چارواکي وایي، سومالیا کې یې د الشباب پر ډلې هوايي بریدونه کړي او د یادې ډلې ۵۲ غړي یې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افریقا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا برید یې په سومالیايي پوځيانو د الشباب ډلې د یوې لوی برید په ځواب کې کړی دی.
په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې د الشباب ډلې ۵۲ غړي وژل شوي دي دي.
خبرپاڼه وايي تر برید وروسته اخستل شوي انځورونه ښيي، چې یوه لویه لارۍ سوځېدلې او د ګڼو کسانو مړي شاوخوا پراته دي.
دا په داسې حال کې ده، چې الشباب ډلې څو ورځې وړاندې د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې په یوه هوټل کې ۲۱ کسان په ډزو ووژل.
جمهورخبري آژانس:کابل