۰

د لوګر د والي پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۷
سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر ولایت د والي او د ملي امنیت د رییس په موټریز کاروان موټر بم برید شوی دی خو دوی دواړه ترې روان وتلي دي.
د لوګر د والي پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر ولایت د والي او د ملي امنیت د رییس په موټریز کاروان موټر بم برید شوی دی خو دوی دواړه ترې روان وتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن یکشنبې د مرغومی ۳۰ مه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د سفید سنګ په سیمه کې شوی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدي د برید پخلی کړی خو ویلي یې دی، چې دغه موټر بم چاودنه وه، چې په کې والي انور خان اسحاقزي ته زیان نه دی اوښتی.

د هغه په وینا په برید کې د والي ساتونکو ته تلفات اوښتي، خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

بل خوا ځینې سرچینې وايي، دغه موټر بم ځانمرګی برید و، چې والي او د ملي امنیت رییس ته په کې زیان نه دی اوښتی خو ساتونکو ته یې تلفات اوښتي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي