۰

دفاع وزارت ننګرهار او فراه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۳
ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت ننګرهار او فراه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی
ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د ننګرهار په خوګیاڼو او د فراه په پشت رود ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیا ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي