۰

ډاکتر عبدالله هم د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۸
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په رسمي توګه د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.
ډاکتر عبدالله هم د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په رسمي توګه د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی عبدالله نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه د ټاکنو کمېسیون ته ورغی او درې واړه نوم لیکنه وکړه.

د ښاغلي عبدالله لومړی مرستیال د جنرال عبدالرشید دوستم تر مشرۍ لاندې د ملي جنبش له ګوند څخه عنایت الله بابر فرهمند او دوهم مرستیال یې د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي یووالي ګوند څخه اسعد الله سعادتي دی.

ښاغلی عبدالله د جمعیت ګوند له خوا په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د ثبات او همګراۍ ټاکنیز ټکټ تر نامه لاندې د ټاکنو میدان ته راوتلی دی.

تر نوم لیکنې وړاندې ښاغلي عبدالله په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته ولاړ دی او ټیم به یې به خپل ترکیب کې اجرائیه ریاست او د هغه دوه مرستالان هم ولري.

نوموړي زیاته کړه چې دوی او ټیم په یې په ټول توان سره د د سولې لپاره هڅه وکړي او دغه راز به په نظام کې د سیاسي قدرت غوښتې او انحصارګرای له منځه وړي.

ډاکتر عبدالله په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې دا ځل ټاکنو کې داسې انتخاباتي ټکټونه رامنځ ته شوي، چې تصور یې نه کېده خو پر ټولو یې غږ وکړ، چې د هېواد په دې حساسو شرایطو کې سالم رقابتونه وکړي او له ډول ناسمو ټاکنیزو سیالیو ډډه وکړي.

باید و ویل شي، چې تر اوسه پورې د ښاغلي عبدالله په ګډون ۱۳ تنو د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې او ښايي ولسمشر غني هم نن کمېسیون ته ورشي او نوم لیکنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه به د نن ورځې تر پای پورې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي