۰

ولسمشر غني هم د راتلونکي نوماند ولسمشر په توګه نوم لیکنه وکړه

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د خپلو مرستیالانو په ګډون د نوماند په توګه په رسمي ډول نوم لیکنه وکړه.
ولسمشر غني هم د راتلونکي نوماند ولسمشر په توګه نوم لیکنه وکړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د خپلو مرستیالانو په ګډون د نوماند په توګه په رسمي ډول نوم لیکنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او مرستیالان یې نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه د ټاکنو کمېسیون ته ورغلل او نوم لیکنه یې وکړه.

ښاغلي غني تر نوم لیکنې وروسته په خپلو خبرو کې و ویل، چې د ده په مشرۍ ټیم چې د دولت جوړونې ټیم نومېږي درې غړي لري، چې دوه یې مرستیالان او درېم کس به یې هم ځانګړی استازی وی.

هغه زیاته کړه، چې لومړی مرستیال د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح، دوهم مرستیال یې سروردانش او په ځانګړی استازی یې هم محمد یوسف غضنفر دی.

نوموړي د امرالله صالح په اړه و ویل، چې هغه د امنیت په برخه کې یو مسلکي ځوان او د هېواد ملي او استراتېژکو ګټو ته ژمن کس دی.

دغه راز هغه د خپل دوهم مرستیال په اړه و ویل، چې دانش د افغان حکومت د قوانینو د جوړونې په برخه کې یوه ملي پانګه وه او پانګه ده او په دې برخه کې حکومت ته ډېر کار کړی دی.

ولسمشر غني و ویل، چې دی او ټیم به یې د افغانستان د پرمختګ او په ځانګړې توګه د یوې باغزته سولې نه ستړې کېدونې هلې ځلې وکړي، خو په وینا یې دوی سوله له چا په ګدايۍ نه غواړي.

د ولسمشر په وینا افغانستان باید په راتلونکې کې باید داسې یو قوي او ځوان دولت ولري، چې وکولای شي، د هېواد ۴۰ کلن بحرانونه له منځه یوسي او په خبره یې که د ده ټیم په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي، د دې وړتیا لري، چې روان بحرانونه پای ته ورسوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغانستان تر ټولو لوی قوم د افغانستان غریب پاړکی دی او دی او ټیم یې دې ته ژمن دی، چې له افغانستانه به نور د فقر او لوږې ټغر ټولوي.

ولسمشر غني و ویل، چې د ټاکنو تر سره کېدو پورې به د هېواد د ولسمشر په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوي، او خپله زیاته پاملرنه به یې د حکومت کارونو ته وي، نه ټاکنیز کمپاین ته خو هیله یې څرګنده کړه، چې د ټاکنو کمېسیون وتوانېږي په یوه ورځ کې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

له ټولو نوماندانو غواړو، چې د ټاکنو قوانین رعایت کړي او خپلې طرحه چې د اصلاح لپاره وي، باید وړاندې کړي، تر چې په ټاکنو کې هېڅ ډول شک او شبهه نه وي.

پر همدې مهال د ښاغلي غني لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې و ویل، چې له غني سره د ده پر یو ځای کېدو څینو ته دا پوښتنې پیدا شوې، چې کومې معاملې وې، چې دی یې له غنی سره یو ځای کړ.

هغه و ویل«هو زما او د ولسمشر غني تر منځ معامله پرې ده، چې ملي ګټو، دولت جوړونې، سولې، برابرۍ، عدالت، پرمختګ او دغه راز د جرم جنایت، زروواکۍ، فرعونیت، ملي یووالي او محکم دولت او مضبوط افغانستان له پاره کار وکړو.»

ښاغلي صالح و ویل، چې د همدې ملي ارمانونو د پوره کولو لپاره یې د ولسمشر غني سره لاس یو کړی او په یوه ټیم کې ورسره ولاړ دی او تر پایه به په همدې ژمنه پاتې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي