۰

د لوګر پر والي په شوي برید کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر پر والي انور اسحاق زي په شوي ځانمرګي برید کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر پر والي په شوي برید کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر پر والي انور اسحاق زي په شوي ځانمرګي برید کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي پر موټریز کاروان نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سفید سنګ په سیمه کې موټر بم ځانمرګی برید وشو.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي، د والي او ملي امنیت د رییس موټر له کابله – لوګر ته پر لاره و، چې په یاده سیمه کې پرې ځانمرګی برید وشو.

د هغه په وینا والي له دغه بریده روغ وتلی، خو ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي