۰
ولسمشر غني طالبانو ته!

که غواړي پاکستان مو استازولي وکړي موږ به له هغو سره خبرې وکړو

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د سولې په تړاو په تازه څرګندونو کې وايي، وسله وال طالبان د سولې لپاره دوه لارې لري.
که غواړي پاکستان مو استازولي وکړي موږ به له هغو سره خبرې وکړو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د سولې په تړاو په تازه څرګندونو کې وايي، وسله وال طالبان د سولې لپاره دوه لارې لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند په توګه د نوم لیکنې لپاره د ټاکنو کمېسیون ته ورغلی و، دغه څرګندونې تر نوم لیکنې وروسته وکړې.

هغه د سولې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل، چې طالبان د سولې به برخه کې دوه لاري لري، یا دا چې خپله راشي او مخامخ له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او یا یې هم که پاکستان استازولي کوي، چې له پاکستان سره خبرې وشي.

ښاغلي غني و ویل«طالبان دوه لارې لري یا دې راشي او خپله دې په باغزته ډول د سولې خبرې وکړي او که پاکستان یې ستازولي کوی او هغه یې استازي وي، چې موږ له پاکستان سره خبرې وکړو.»

نوموړي زیاته کړه، افغانان د سولې غوښتونکي دي، داسې سوله غواړي چې د دوی ټول حقونه پکې خوندي وي او افغان حکومت هم د سولې تر څنګ هڅه کوي، د تېرو کلونو لاس ته راونې خوندي وساتي.

د ښاغلي غني په وینا د افغانستان تاریخ ته په کتو هیڅ هېواد په افغانستان کې د یو مقتدر او خپلواک دولت شتون نه دی منلی او له دې وروسته یې هم نه مني.

خو زیاتوي، چې دا د افغانانو په اراده پورې اړه لري او افغانان به دا کار خپله کوي او داسې یو مقتدر نظام به رامنځته کوي چې ګاونډي هېوادونه ورته ګوته په غاښ پاتې شي.

هغه و ویل، چې افغانستان له ټولو ګاونډیو او د سمیې له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو په خپلو چارو کې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

دغه راز ښاغلي غني په دې خبرو کې د موقت حکومت د رامنځ ته کولو طرحې ته هم سخت غبرګون وښود او ویې ویل، چې افغانانو ته نور موقت حکومت رامنځ ته کول د منلو نه دي او نه به هم چا ته دا اجازه ورکړي.

د ولسمشر په وینا هغه کسان یا ادارې چې د موقت حکومت د طرحې وړاندیز لري هغه خلک د ده د شاګردانو لیاقت هم نه لري او افغانان به هیڅکله دې ناکامې طرحې ته اجازه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي