میدان وردګو کې د ځانګړو ځواکونو په مرکز چاودنه شوې

1 دلو 1397 ساعت 8:23

راپورنه وايي، میدان وردګ ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز چاودنې شوې خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.


راپورنه وايي، میدان وردګ ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز چاودنې شوې خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مخې چاودنه نن دوشنبې د سلواغې اوله د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د ځانګړو ځواکونو په مرکز شوې ده.

د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل د چاودنې پخلی کوي، خو د زیان او چاودنې د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

بل خوا ځینې راپورونه وايي، دغه چاودنه ځانمرګی برید و، چې مرګ ژوبله هم لري.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د لوګر پر والي هم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112620

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112620/

جمهور
  https://www.jomhornews.com