۰

خلیلزاد وايي، د سولې هڅې پر سمه خوا روانې دي

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته خپل سفر پای ته رسولی دی.
خلیلزاد وايي، د سولې هڅې پر سمه خوا روانې دي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته خپل سفر پای ته رسولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په دغه سفر کې، هند، چین، اماراتو، افغانستان او پاکستان ته ولاړ او له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.

هغه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په پنځه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر جنرال باجوه، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او ځینو نورو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

خلیلزاد پرون ماښام په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي دي، چې د افغان سولې په اړه یې سفر پای ته رسېدلی او ښې پایلې یې درلودې.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان سولې رونې هڅې پر سم لوري روانې دي او تر ډېره د پاکستان له لوري اقدامات داسې دي، چې کولی شي ښې پایلې ولري.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ټاکل شوې وه، چې خلیلزاد پاکستان کې د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړي، خو طالبانو له امریکايي چارواکو سره له ناستې ډډه کړې.

پرون هم داسې راپورونه خپاره شول، چې ګنې قطر له طالبانو غوښتي، چې پاکستان کې له امریکايي چارواکو سره ناسته او خبرې وکړي، خو د خلیلزاد د سفر له پای ته رسېدو څخه داسې برېښي، چې طالبان بیا هم خبرو ته نه دي حاضر شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي