میدان وردګو کې موټر بم برید ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1 دلو 1397 ساعت 9:58

روغتیايي چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د شوي موټر بم برید څخه دوی ته تر ۴۰ پورې مړي او ټپیان وروړل شوي دي.


روغتیايي چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د شوي موټر بم برید څخه دوی ته تر ۴۰ پورې مړي او ټپیان وروړل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د سلواغې اوله د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې وشو.

د یاد ولایت د مطبوعاتي دفتر وايي، موټر بم برید د ملي امنیت پر یوه سیمه ییزه قطعه شوی، چې مرګ ژوبله هم لري خو کره جزیات یې نه دي په ډاګه کړي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو د عامې چارواکو ویلي، د برید له ځای څخه د میدان ښار ملکي روغتون ته ۱۲ مړي او ۲۸ ټپیان وروړل شوي دي.

د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکتر سالم اصغر خېل ویلي ښکاري، چې د برید ټول قربانیان امنیتي کسان دي.

د یاد ولایت مطبوعاتي دفتر دا هم ویلي، چې درې ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

دغه راز دا هم ویل کېږي، چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې یو بل موټر بم شنډ کړی هم دی، چې د ملي امنیت قطعې ودانۍ ته نېږدې اوښتی وو.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي هم ویلي، چې لومړی موټر بم برید شوی او وروسته دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې له چاوېدونکو توکو ډک هاموي موټر یې امنیه قوماندانۍ ته د ننه کړی او امنیتي سرتېرو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په لوګر هم د دغه ولایت د والي پر موټریز کاروان موټر بم برید وشو، چې له امله یې ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت هم وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
 


د مطلب کود: 112628

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112628/

جمهور
  https://www.jomhornews.com