۰

ښايي نن امریکايي چارواکي او طالبان په قطر کې ناسته ولري

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
راپورونه وايي، ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره وګوري.
ښايي نن امریکايي چارواکي او طالبان په قطر کې ناسته ولري
راپورونه وايي، ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بي بي سي د ځينو سرچینو له قوله ویلي، چې خلیلزاد او طالب استازي به نن دوشنبې د سلواغې اوله د قطر پلازمېنه دوحه کې سره وګوري او پر افغان سوله به خبرې وکړي.

که څه هم وړاندې د پاکستان د غوښتې سربېره طالبانو په پاکستان کې له امریکايي چارواکو سره له کتنې ډډه کړې وه، خو په دغه هېواد کې د سولې په تړاو خلیلزاد د خپل سفر تر پای ته رسېدو وروسته په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي و، چې د افغان سولې هڅې سمې خوا ته روانې دي.

خلیلزاد ویلي تر ډېره د پاکستان له لوري اقدامات داسې دي، چې کولی شي ښې پایلې ولري، خو په دې اړه یې نور جزیات نه ورکړي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم نن په دوه ورځني سفر قطر ته روان دی، چې د دغه هېواد امیر او ځینو نورو چارواکو سره به خبرې وکړي.

ښايي قطر ته د عمران خان د سفر یوه موخه هم د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو زمینه برابره وي، ځکه پاکستان ته تللي امریکايي سناتور لینډسي ګراهم، هم له عمران خان سره په کتنه کې ویلي و، هغه  داسې شریک دی، چې کولی شي د افغان سولې په برخه کې رښتینې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي