۰
امریکايي سناتور:

په افغانستان کې د سولې د ټنګښت وخت رارسېدلی دی

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
امریکايي سنانور لیندسي ګراهام وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو وخت رارسېدلی او دغه هېواد وګړي حق لري چې نور په سوله او امن کې ژوند وکړي.
په افغانستان کې د سولې د ټنګښت وخت رارسېدلی دی
امریکايي سنانور لیندسي ګراهام وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو وخت رارسېدلی او دغه هېواد وګړي حق لري چې نور په سوله او امن کې ژوند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراهام چې پاکستان ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی دغه څرګندونې هلته له پاکستاني رسنیو سره کړې دي.

نوموړي تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

هغه زیاته کړې، امریکا نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو لاس ته ولوېږي او د پاکستان پوځ باید د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته یوسي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې اوس سولې او امن ته اړتیا ده او پاکستان د دغه هېواد په سوله او ثبات کې ښه رول لوبولی شي.

ګراهام زیاتوي«افغانستان کې له یوې اوږدې جګړې وروسته اوس د سولې د ټینګېدو وخت رارسېدلی اوس د دغه هیواد وګړي حق لري چې په سوله او امن کې ژوند وکړي، د ژوند کچه یې لوړه شي، موږ له افغانستان څخه نه شو لرې وتلی، موږ ته دلته ډیر څه کول دي.»

دغه امریکايي سناتور دا هم ویلي، که چیرې طالبان د ټوپک په زور افغانستان بیا د خپل واک لاندې راولي نو دا به د هېچا په ګټه نه وي.

امریکايي سناتور دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال ووټل هم د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر جنرال باجوه، د بهرنیو چارو وزیر قریشي او ځینې نورو چاروکو سره کتلي دي.

خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغان سولې لپاره خبرې پر سمه خوا روانې دي او تر ډېره د پاکستان له لوري اقدامات داسې دي، چې کولی شي ښې پایلې ولري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي