۰

ډېر ژر به د اجرائیه رییس د استعفا او یا نه استعفا په اړه پرېکړه وشي

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، ډېر ژر به د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د استعفا یا نه استعفا په اړه پرېکړه وشي.
ډېر ژر به د اجرائیه رییس د استعفا او یا نه استعفا په اړه پرېکړه وشي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، ډېر ژر به د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د استعفا یا نه استعفا په اړه پرېکړه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کمېسیون دا خبر پر داسې مهال ورکوي، چې ښاغلي عبدالله په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د نوماند په توګه نوم لیکنه کړې ده.

دغه ټاکنو کې ټولټال ۱۶ تنو د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره نوم لیکنه کړې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله هم په کې شامل دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی د نوماندانو د اسنادو څېړل نن رسمآ پیل کړي او تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به بشپړ او ورستۍ نوملړ به اعلان کړي.

خو هغه څه چې کمېسیون یې د نوماندان د څېړلو پروسه کې له ستونزو سره مخ دی، هغه د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د دندې په اړه پرېکړه ده.

ځکه په اساسي قانون کې راغلي، چې د سترې محکمې رییس، غړي یې، لوی څارنوال، څارنوالان، وزیران، معینان، والیان، مرستیالان یې، ولسوال، د ناحیو مشران، د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت منسوبین، په مرکز او ولایتونو کې عمومي ریسان او اداراتو ریسان له خپلې استعفا وړاندې نه نشي کولای د ولسمشر ټاکنو لپاره ځان نوماند کړي.

خو د اجرائیه ریاست په اړه په اساسي قانون کې څه نشته نو له همدې امله یې د ټاکنو کمېسیون ته د عبدالله په اړه پرېکړه له خنډ سره مخ کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات جمهور خبري آژانس ته و ویل«د اجرائیه رییس موضوع یوه جنجالي موضوع ده، د ملي یووالي حکومت د یوه توافق له مخې رامنځ ته شوی اوس به ګورو چې څه کېږي، اجرائیه رییس او مرستیالان به یې دندو ته دوام ورکوي او که به استعفاوې کوي، زموږ همکاران په کمېسیون کې په همدې موضوع بحث کوي تر څو یوه لار ورته وموندل شي.»

تر دې یوه ورځ وړاندې ولسمشر غني د اجرائیه ریاست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل، څه چې قانون حکم کوي همغه به کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر اساسي قانون د څار کمېسیون او د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه وايي، قانون د اجرائیه رییس پر استعفا حکم کوي، ځکه په ورته بست کې نوماند نه دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالرقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي