۰
د امریکا د سنا یو غړی:

څو امریکا د افغان جګړې د حل لار پیدا نه کړي ښايي ونه وځي

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
د امریکا د سنا مجلس مخکښ غړی رینډ پاول وايي، څو پورې چې امریکا د افغان جګړې د حل لارې پیدا نه کړي تر هغو پورې فکر نه کېږي، چې د سرتېرو په ایستلو لاس پورې کړي.
څو امریکا د افغان جګړې د حل لار پیدا نه کړي ښايي ونه وځي
د امریکا د سنا مجلس مخکښ غړی رینډ پاول وايي، څو پورې چې امریکا د افغان جګړې د حل لارې پیدا نه کړي تر هغو پورې فکر نه کېږي، چې د سرتېرو په ایستلو لاس پورې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډیلي مېل وېب پاڼې لیکلي، پاول ته دغه څرګندونې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر وروستۍ لیدنې وروسته کړې دي.

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ د افغان جګړې ختمولو ته ژمن دی او به خبرو کې یې ورته ویلي، چې نور نه غواړي په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي.

سناتور رینډ پاول ټینګار کړی، چې امریکا به نور په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

هغه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي، ټرمپ ورته په دې اړه څه نه دي ویلي خو په باور یې څو پورې چې امریکا د دې جګړې د حل لارې پیدا نه کړي تر هغو پورې فکر نه کوي په داسې یو اقدام لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو بل امریکايي سناتور لیندسي ګراهام پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره هم په خبرو کې ویلي، چې نور د دې وخت راسېدلی، چې افغان جګړه پای و مومي او افغان په سوله کې ژوند وکړي.

ګراهام زیاته کړې، امریکا نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو لاس ته ولوېږي او د پاکستان پوځ باید د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته یوسي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې اوس سولې او امن ته اړتیا ده او پاکستان د دغه هېواد په سوله او ثبات کې ښه رول لوبولی شي.

ګراهام زیاتوي«افغانستان کې له یوې اوږدې جګړې وروسته اوس د سولې د ټینګېدو وخت رارسېدلی اوس د دغه هیواد وګړي حق لري چې په سوله او امن کې ژوند وکړي، د ژوند کچه یې لوړه شي، موږ له افغانستان څخه نه شو لرې وتلی، موږ ته دلته ډیر څه کول دي.»

دغه امریکايي سناتور دا هم ویلي، که چیرې طالبان د ټوپک په زور افغانستان بیا د خپل واک لاندې راولي نو دا به د هېچا په ګټه نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي