۰
د امریکايي څېړونکو خبردارۍ!

له افغانستانه د امریکا وتل به د یاد هېواد ګاونډیان نور هم جګړ کې ښکېل شي

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
امریکايي څېړونکو خبرداری ورکړی که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو په دغه هېواد کې به ۷۰ لسیزې پېښې بیا تکرار شي.
له افغانستانه د امریکا وتل به د یاد هېواد ګاونډیان نور هم جګړ کې ښکېل شي
امریکايي څېړونکو خبرداری ورکړی که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو په دغه هېواد کې به ۷۰ لسیزې پېښې بیا تکرار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپاڼې دوو پخوانیو سفیرانو او دفاعي چارواکو په یو راپور کې له افغانستانه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې پایلې بیان کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو د افغانستان ګاونډي هیوادونه به نور هم په افغان جګړه کې ښکیل شي.

یاد  راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې تېر ته په کتو که امریکایي ځواکونه له یاد هېواده و وځي نو له طالبانو سره د سولې خبرې به هم بې ګټې له منځه ولاړ شي.

دغه امریکايي څېړونکو زیاته کړې، چې په تېرو وختونو کې د پاکستان، روس، ایران، هند او ازبکستان لخوا د پښتنو، تاجکو، ازبکو او هزاره ګانو په ګډون د نورو قومونو د ملاتړ یو تاریخ موجود دی او که اوس یو وارې بیا امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي نو ویره ده چې ګاونډي هیوادونه به افغان جګړه کې نور هم ښکېل شي.

دغه راز په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د افغان دولت مالي سرچینې چې او واک به یې نورهم کمزوری شي.

راپور وايي، که داسې وشي، نو د کاونډیو هیوادونو لخوا افغانستان کې له ډلو سره زړې اړیکې ټینګې او د کابل اداره به بیا بې ثباته شي.

امریکايي څېړونکي دا خبردارۍ پر مهال ورکوي، چې ځینو امریکايي سناتوران ویلي، تر چې امریکا د افغان جګړې د حل لپاره لارې نه وي پیدا کړې، فکر نه کوي له دغه هېواده و وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي