۰

ملي امنیت کندهار کې د وسله والو درې شبکې نیولې

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۹
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې وسله والو طالبانو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه په کې دي نیولې.
ملي امنیت کندهار کې د وسله والو درې شبکې نیولې
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې وسله والو طالبانو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه په کې دي نیولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن دوشنبې د سلواغې اوله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په کندهار ښار او ځینو نورو سیمو کې ترهګریز او تخریبي فعالیتونه درلودل.

خبرپاڼه وايي، دغه کسانو د ماینونو اېښودو، پر اکمالاتي کاروانونو او پوستو د بریدونو تر څنګ چې ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، پلان درلود، چې په کندهار کې دولتي مامورین، دیني عالمان او قومي مخور ترور کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دا ډلې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د خلکو په همکارۍ او د ځانګړو قطعاتو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي