ننګرهار کې یوې مېرمنې خپل خاوند او لور سوځولي دي

2 دلو 1397 ساعت 8:06

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوې مېرمنې خپل خاوند او لور دواړه ژوندي سوځولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوې مېرمنې خپل خاوند او لور دواړه ژوندي سوځولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د سلواغې ۱ مه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د قلعه نو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

دغه کورنۍ په یوه خیمه کې اوسېدوه او ویل کېږي مېرمنې په قصدي ډول خېمې ته اور وورته کړی او خپل خاوند او لور یې په کط سوځولي دي.

د سره رود ولسوالۍ سید علي اکبر سادات وايي، سوځول شوی کس شېر محمد نومېږي او د هغه او لور د سوځولو په تور یې مېرمن نیول شوې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مسوولین هم د پېښې اصلي لامل د شېر محمد مېرمن زینت بولي، چې نیول شوې او تر څېړنو لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 112651

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112651/

جمهور
  https://www.jomhornews.com