۰

پاکستان کې ترافیکي پښه کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۳
راپورونه وايي، پاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان کې ترافیکي پښه کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
راپورونه وايي، پاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه(د سلواغې اوله) د کراچۍ – کوټه پر سړک د بلوچستان ایالت په لاسبیلا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

ځايي پولیس وايي، یو مسافر وړونکی بس موټر چې له له کراچۍ پنګور ته روان و، په یاده سیمه کې د تیلو له ټانکر سره ټکر شوی دی.

د ځايي پولیسو په وینا په پېښه کې ۲۶ مسافر وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

امنیتي چارواکي وايي، تر ټکر وروسته بس موټر اور اخیستی نو ځکه په کې مرګ ژوبله هم زیاته وه.

د دوی په خبره ټبيان د کراچۍ روغتونو تهد درملنې په موخه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي