پر داسې مهال، چې قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي، ناتایید شوي راپورونه د طالبانو د مشر او بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تاند وېب پاڼې د ځینو خبري سرچینو په حواله ویلي ملا یعقوب پرون دوشنبې د سلواغې اوله د خیبرپښتونخوا په پېښو کې وژل شوی دی.
له دې سره داسې راپورنه هم ورکړل شوي، چې ملا یعقوب د ماښام له لمانځه وروسته د پېښور په سپینه وړۍ سیمه کې تری تم شوی او ګمان کېږي، چې وژل شوی به وي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د ملا یعقوب د وژل کېدو او یا هم تري تم کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا راپورونه وايي، ملا یعقوب نېږدې درې اوونۍ وړاندې د پاکستان د کراچۍ له هوايي ډګره پر داسې مهال ګرځولی شوی، چې غوښتل یې قطر ته ولاړ شي.
د راپورونو پر بنسټ ملا یعقوب غوښتل، چې په قطر کې امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له لورې د افغانستان د سولې او پخلاینې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي، خو پاکستان یې مخه نیولې.
ویل کېږي، چې قطر ته د طالب استازو د لېږد لپاره د قطر هېواد یوه الوتکه کراچۍ ته لېږدلې وه، خو پاکستان اجازه نه وه ورکړې او بېرته ګرځېدلې وه.
د راپورونو پر بنسټ تر دې وروسته ملا یعقوب کوټې ته ولاړ او هلته د طالبانو د کوټې د شورا په منځ کې د اختلافاتو خبرونه خپاره شول چې بیا داسې اوازې خپرې شوې چې ملا یعقوب خپه شوی او پیښور ته تللی دی.
په پېښو کې د ملا یعقوب د وژل کېدو او یا هم تري تم کېدو راپورنه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره اوونۍ د پاکستان امنیتي ځواکونو پېښو کې د ځینو طالب مشرانو په کورنو چاپې وهلې وې.
هغه مهال د طالبانو د کوټې شورا یوې سرچینې رسنیو ته ویلي وو چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو د حج او اوقافو وزیر حافظ محب الله نیولی دی.
دغه سرچینې ویلي طالبانو له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله غونده درلوده، چې خبره یې تر منځ ترخه شوه او وروسته د پاکستان امنیتي کسانو د طالب مشرانو پر کورونو چاپې وهلې دي.
سرچینه زیاتوي چې د همدې چاپو په لړ کې د پاکستاني استخباراتي کسانو د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر حافظ محب الله په خپل کور کې نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل