یو شمېر معترضو نوماندان د کابل د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې بللې او له همدې امله یې کابل ته غځېدلې څلور دروازې تړلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه معرض نوماندان چې ویل کېږي ۱۵ تنه دي او د لسګونو کسانو له خوا یې ملاتړ کېږي نن سه شنبې د سلواغې دوهمه د کابل دروازې تړلې دي.
دوی وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې په رایو کې پراخلې درغلی کړې او هغه کسان یې بریالي اعلان کړي، چې کمېسیون ته یې پیسې ورکړې دي.
معترض نوماندان چې موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، وايي، د فساد او درغلیو له امله دې د کابل ټولې رایې باطلې اعلان شي او دغه راز دې د کمېسیون غړي له دندو لرې کړای شي.
دوی ګواښ کوي، که یې غوښتنې ونه منل شي، نو خپلو مدني فعالیتونو ته به دوام ورکړي او لارې به د ترافیکو پر مخ وتړي.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي د ټاکنو پایلې اعلان شوې او که نوماند شکایات لري د شکایتونو کمېسیون ته ورشي او ثبت یې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل