راشد خان د کرکټ په غوره نړيواله لوبـډله کې شامل شو

2 دلو 1397 ساعت 12:39

راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ کال د یو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی.


راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ کال د یو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی په دغه کال کې د یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی و چې د ۱۴،۴۵ په منځني ډول ۴۸ ویکټې اخیستي.

راشد خان دغه راز د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان د لارموندنې پر مهال هم غوره رول لوبولی و او ډېرې مهمې ویکټې یې اخیستې وې.

د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې لوبډله کې څلور- څلور لوبغاړي له انګلستان او هندوستان هیوادنو دي. پاتې درې کسان له افغانستان، بنګله دېش او نیوزلنډ ټاکل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com