د ولسمشر دوهم مرستیال:

د میدان وردګو د برید غچ به له طالبانو اخلو

2 دلو 1397 ساعت 13:01

د ولسمشر غني دوهم مرستیال سروردانش وايي، میدان وردګو ولایت کې پر یوه نظامي مرکز د طالبانو برید به بې ځوابه پاتې نه شي.


د ولسمشر غني دوهم مرستیال سروردانش وايي، میدان وردګو ولایت کې پر یوه نظامي مرکز د طالبانو برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون دوشنبې د سلواغې اوله څلور تنه وسله والو ځانمرګو میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت په یوه مرکز لومړی موټر بم او وروسته ډلیز برید وکړ.

ځایي چارواکو و ویل، چې طالبانو لومړی د هاموي موټر به وسله ځانمرګی برید وشو او وروسته درې تنه نور وسله وال چې په یوه ټیوټا موټر کې سپاره و د امنیت یوه مرکز ته د ننه شول.

چارواکي وايي، دغه وسله وال غوښتل د ملي امنیت ټپي سرتېري هم و وژني خو د ټپي شویو سرتېرو له خوا په څو دقیقو کې درې واړه بریدګر له منځه یووړل شول.

حکومتي چارواکي وايي، په دغه برید کې د ملي امنیت ۲۰ سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي، خو رویټرز د یوه افغان امنیتي چارواکي له قوله ویلي په دغه برید کې ۱۲۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

طالبانو هم د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست او په کې یې د لسګونو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه.

افغان حکومتي چارواکو د طالبانو دغه برید په کلکو ټکو وغانده او خبرداری یې ورکړ، چې یاد برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش نن سه شنبې د سلواغې دوهمه کابل کې د یوې غونډې پر مهال و ویل، چې له دښمن څخه به د دغه بې رحمه برید غچ هرو مرو اخلي.

محمدسرور دانش معاون دوم ریاست جمهوری تاکید می‌کند که حمله دشمن به یک مرکز نظامی در ولایت میدان وردک بی‌پاسخ نخواهد ماند.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم د ځانګړو امنیتي ځواکونو د یوه تصویر په خپرولو سره ویلي سهار مو په خیر مېړنیو... د میدان وردګو برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 


د مطلب کود: 112669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com