۰
د سولې عالي شورا:

تر راتلونکو شپږو میاشتو به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي

سی شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي تر راتلونکو پنځو یا شپږو میاشتو پورې به له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې مخامخ خبرو زمینه برابره شي.
تر راتلونکو شپږو میاشتو به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي تر راتلونکو پنځو یا شپږو میاشتو پورې به له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند احسان الله طاهري نن سه شنبې د سلواغې ۲ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې افغان حکومت، د سولې شورا او دغه راز ځینو هېوادونو د سولې د خبرو د پیل لپاره اساسي هڅې پیل کړې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه هڅو ته په کتو به تر راتلونکو پنځو یا شپږو میاشتو پورې د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

بل خوا نوموړي قطر کې له طالبانو سره د خلیلزاد خبرو او د هغه وروستیو سفرونو ته په اشارې و ویل، چې خلیلزاد له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو زمینې برابرولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو نور باید دغه ډول خبرې او کتنې ودرول شي.

د هغه په وینا د سولې په اړه د خلیلزاد وروستي سفر له پای ته رسېدو سره سم نور باید خلیلزاد له طالبانو سره له خپلو خبرو ډډه وکړي، ځکه دا لړۍ که نوره ډېره اوږده شي پایله به یې بې نتیجې وي.

طاهري و ویل«که نور دغه خبرې اوږدې شي ګټه به ونه لري، د سولې خبرې هغه وخت ګټه لري او مثبته پایله به ولري، چې طالبان مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي.»

د افغانستان د سولې عالي شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې خلیلزاد له پرون راهیسې په قطر کې له طالبانو سره د افغان سولې په خبرو لګیا دی.

راپورونه وايي، د خلیلزاد او طالب استازو پروني خبرې بې نتیجې پای ته ورسېد، خو نن هم دوام لري، ولې تر اوسه یې جزیات نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي