د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

امریکا له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده، د سرتېرو ایستل یو تکتیک دی

2 دلو 1397 ساعت 13:47

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، له سوریې او افغانستانه د ځواکونو ایستل به مو له ترهګرۍ سره پر مبارزې اغېز ونه کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، له سوریې او افغانستانه د ځواکونو ایستل به مو له ترهګرۍ سره پر مبارزې اغېز ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مایک پمپیو دغه څرګندونې د امریکايي سینکلر تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده.

نوموړي له افغانستان او سوریې د ځواکونو ایستلو راپورونو ته په اشارې ویلي، چې د ځواکونو ایستل یو تکیتکي بدلون دی او له ترهګرۍ سره د امریکا پر مبارزې به هېڅ ډول اغېز ونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي«له ترهګرۍ سره مبارزه اوږده ده، امریکا غواړي د نړیوالې ټولنې په ملاتړ دغه مبارزې ته ادامه ورکړي.»

هغه ټینګار کړی، چې په یوه سیمه کې تکتیکي بدلون د سرتېرو زیاتول او یا هم کومل یو تکتیک دی او د امریکا په ماموریت کې به هېڅ بدلون رانشي.

د پمپیو په وینا له افغانستان او سوریې د ځواکونو ایستلو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د واشنګټن د ژمنې کموالي په مانا نه دی، او نه به هم د ترهګرۍ د مات لپاره د امریکا پر ماموریت او هڅو کوم اغېز ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112673

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112673/

جمهور
  https://www.jomhornews.com