کابل کې پولیسو ۳۰ تنه جنايي مجرمان نیولي دي

2 دلو 1397 ساعت 14:01

د کورنیو چارواکو وزارت وايي، کابل کې پولیس ۳۰ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.


د کورنیو چارواکو وزارت وايي، کابل کې پولیس ۳۰ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د سلواغې ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل دغه کسانو، په غلاو، او د قتل په تور نیول شوي.

د وزارت خبرپاڼه وایي، په نیول شویو کسانو کې ۱۸ تنه داسې دي، چې د کورونو د غلا، چپاول، د موټر سایلکلونو د غلا، لاره نیونې، د موبایلونو غلا، د موټر د پلېت غلا، د موټرونو غلا، د قتل او د پیسو د غصب په تور نیولي.

سرچینه زیاتوي، چې یاد کسان د کابل ښار د دویمې، شپږمې، اوومې او دیارلسمې حوزو په اړونده سیمو کې نیول شوي دي.

دغه راز وزارت وايي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو لس تنه نور د اته لکه او پنځوسو زرو افغانیو، پنځه سوه امریکايي ډالرو، نهه کړیو بنګړیو، یو لاکټ، پنځه کړۍ ګوتو، دوه سیټه موبایلونو او د تابعیت دوه جلده پېژندپاڼو د غلا په تور، د لومړۍ او درېیمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو نیولي دي.

بل خوا وزارت زیاته کړې، د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه چې د عامو خلکو په ټپي کېدو او د ټرافیکي پېښې له امله د یوې ښځې د وژنې او دوه نورو د ټپي کېدو لامل شوې، یو یې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمې او بل یې هم چې ننګرهار ته تښتېدلی و، نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com