د خرقې شریفې د زیات دوه متولیان بې وسلې کړای شول

2 دلو 1397 ساعت 14:28

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان په دغه ولایت کې د خرقې شریفې د زیات دوه متولیانو کسان بې وسلې کړي دي.


د کندهار امنیه قوماندان تادین خان په دغه ولایت کې د خرقې شریفې د زیات دوه متولیانو کسان بې وسلې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان دغه اقدام وروسته له هغې اخیستی، چې د دغه دوه متوالیانو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته وسله وال نښته شوې.

عیني شاهدان وايي، د خرقې شریفې د متولیانو نسیم اخندزاده او مسعود اخندزاد تر منځ د مالي مسایلو پر سر شخړه او نښته شوې ده.

د دوی په وینا دغه نښتې یو ساعت دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې یو پولیس ټپي شوی خو نور چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

دغه دواړو متولیانو ته د امنیت لپاره ۷۰ تنه د رجال برجسته پوليس په دنده ګمارل شوي.

تر نښتې وروسته سمدستي د کندهار امنیه قوماندانۍ له دواړو لور وسلې اخیستې، چې سپکې او درنې وسلې هم په کې شاملې دي.

د پېښې د پلټونو لپاره سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 112677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com