ښايي خلیلزاد بیا د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره مسکو ته ولاړ شي

2 دلو 1397 ساعت 14:44

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ښايي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا مسکو ته سفر وکړي.


 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ښايي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا مسکو ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې رسنیو د کابلوف له قوله ویلي، چې ښايي خلیلزاد راتلونکې فبروری میاشت کې له روسیې لیندنه وکړي.

د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړې، چې که خلیلزاد چمتو وي دوی د دې لیدنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او لازم چمتوالی لري.
 
کابلوف د دې لیدنې موخه د افغان سولې برخه کې له امریکا سره همکاري په ګوته کړې او وايي، دوی د افغان سولې برخه کې هر راز اسانتیا برابرولو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد اوس په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو بوخت دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد نېږدې یوه میاشت وړاندې هم پر افغان سولې د خبرو لپاره مسکو ته تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112679

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112679/

جمهور
  https://www.jomhornews.com