۰

ننګرهار کې ۳۷ میله وسلې او دوه قاچاق کوونکي یې نیول شوي دي

سی شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ملي اردو ځواکونو ننګرهار ولایت کې دوه تنه له ۳۷ میله وسولو سره یو ځای نیولي دي.
ننګرهار کې ۳۷ میله وسلې او دوه قاچاق کوونکي یې نیول شوي دي
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ملي اردو ځواکونو ننګرهار ولایت کې دوه تنه له ۳۷ میله وسولو سره یو ځای نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیول شوي کسان او وسلې نن سه شنبې د سلواغې ۲ مه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا په انګړ کې خبریالانو ته وښودل شول.

د لوا قوماندان برید جنرال عبدالکریم نیازي د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې قاچاق کوونکو ۳۷ میله تومانچې په یوه ټوډي موټر کې ځای پر ځای کړې وي او غوښتل یې کابل ته یې ولېږدوي او د ولسمشر ټاکنو پر مهال تخریبي فعالیتونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه وسلو د لېږد په تړاو دوه تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

بل خوا جنرال نیازي د ننګرهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې وروستي عملیات بریالي وبلل او ویې ویل، چې د غني خېلو، مومند درې او لعلپورې ولسوالۍ ۹۰ سلنه خاوره له وسله والو پاکه شوې ده.

دی وايي، په لعلپوره ولسوالۍ کې عملیات لا هم دوام ولري او د وسله والو ګڼ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي