ولسمشر محمد اشرف غني په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه د سوییس داووس ښار ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن سه شنبې د سلواغې درېیمه په یاده غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته تللی دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي، ښاغلی غني به د خپل دغه سفر په لړ کې د افغانستان د راتلونکي اقتصادي محور په اړه په جوړ شوي بحث کې د ګډون سربېره د افغانستان د اقتصادي ودې او په سیمه ییز اتصال کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم دغه غونډې ته ورغلی او پرون او نن یې د ځینو چارواکو سره کتلي دي.
باید و ویل شي، چې نړیواله اقتصادي مجمع به د سلواغې په دویمه، چې د جنورۍ له 22مې سره برابرده پیلېږي او د پنځو ورځو لپاره به د نړۍ د 3000 تنو سوداګرو، سیاستوالو، د حکومتونو د استازو، نړیوالو نهادونو او مدني ټولنو د غړو په ګډون ترسره شي.
په دې مجمع کې به د نړیوال کېدو په عصر کې په مهمو اقتصادي، سیاسي مسایلو، د اقلیم بدلونونو، د هېوادونو، نړیوالو او اقتصادي سازمانونو ترمنځ د همکاریو په څرنګوالي خبرې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل