۰
ډاکتر عبدالله:

پاکستان کې د ترهګرو پټنځایوه د افغان سولې پر وړاندې ستر خنډ دی

چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغانستان کې د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو پټنځایونه او مرکزونه دي.
پاکستان کې د ترهګرو پټنځایوه د افغان سولې پر وړاندې ستر خنډ دی
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغانستان کې د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو پټنځایونه او مرکزونه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې پرون د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډ کې په نړۍ کې د څو قطبي سولې او پخلاینې تر نوم لاندې غونډه کې وکړې.

عبدالله په دغه غونډه کې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په اړه خبرو کې و ویل، چې د سولې پر وړاندې لوی خنډ په پاکستان کې ترهګرو ډلو پتڼځایونه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان په ولس واکۍ او دیموکراتیکو ارزښتونو باور نه لري او خپل هدف ته چې غواړي اسلامي امارت جوړ کړي د تاوتریخوالي او ترهګریزه بریدونو له لارې ځان رسول غواړي.

هغه و ویل، چې سوله د ټول افغان ولس او حکومت غوښتنه خو دغه سولې ته د رسېدو لپاره باید د افغانستان د تېرو کلونو لاس ته راونې وستال شي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په موخه د سیمې او نړیوالو هېوادونو په ګډه همکاري د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې په دې برخه کې د سیاستونو تناقص نه یوازې له سولې سره مرسته نه کوي، بلکې ترهګرو ډلو ته د نورو ناوړه فعالیتونو زمینه هم برابروي.

نوموړي دا هم و ویل، چې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالو لوبغاړو د ۲۰۰۱ کال توافق کې درځ راغلی او دا مهال ځینو هېوادونو بدل سیاست په سیمه کې غوره کړی دی.

عبدالله په دې برخه کې د پاکستان، ایران او روسیې سیاستونو ته نغوته وکړه ویې ویل، چې په افغانستان کې د طالبانو پیاوړتیا به د روسیې، ایران او منځنۍ آسیا په زیان تمامه شي خو په وینا یې واقعیت دا دی، چې ځینې هېوادونه په دې برخه کې د امریکا له سیاستونو سره د مخالفت په اساس بل ډول چلند کوي.

ښاغلي عبدالله د امریکا سیاستونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل«موږ د سیمې او د طالبانو په اړه د امریکا منظم، منسجم، ستراتېژيک او یو لاسه سیاستونو ته اړتیا لرو.»

د هغه په وینا سر له دې چې د سولې خبرې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل لار ده خو دا چې کله له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کېږي او کله هم په جګړه دغه دریځ د افغانستان له سولې سره مرسته نه شي کولای.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي