وسله والو طالبانو تایید کړې، چې له امریکايي چارواکو سره یې څلورم پړاو خبرې درېیمې ورځې ته غځېدلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه خبرې چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې وې نن چهارشنبې د سلواغې ۳ مه به هم دوام ولري.
د طالبانو د خپرپاڼې له مخې په دغه ناسته کې د طالبانو له خوا د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۸ کسیزه پلاوی او د امریکا له خوا ۱۱ کسیزه پلاوی ګډون لري.
طالبان وايي د خبرو اصلي اجنډا د افغانستان د اشغال پای ته رسېدل او دا چې کابل به د هېڅ هېواد لپاره خطر نه وي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې رسنیو ته ویلي، چې د دغه خبرو پایلې به نن د ناستې په پای کې اعلان شي.
باید و ویل شي، چې تر اوسه پورې د دوی د تېرو دوه ورځو د خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل