۰
مولوی عبدالسلام ضعیف:

امریکا له افغانستانه د روسیې د وتلو پر مهال کړې تېروتنه بیا تکراروي

چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
پخوانی طالب چارواکی مولوي عبدالسلام ضعیف د افغان سولې په اړه د امریکا وروستیو هڅو ته په اشارې وايي، امریکا یو ځل بیا هغه تېروتنه تکراروي، چې له افغانستانه یې د روسیې د وتلو پر مهال کړې وه.
امریکا له افغانستانه د روسیې د وتلو پر مهال کړې تېروتنه بیا تکراروي
پخوانی طالب چارواکی مولوي عبدالسلام ضعیف د افغان سولې په اړه د امریکا وروستیو هڅو ته په اشارې وايي، امریکا یو ځل بیا هغه تېروتنه تکراروي، چې له افغانستانه یې د روسیې د وتلو پر مهال کړې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلام ضعیف چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې سفیر و دغه څرګندونې په یوه لیکنه کې کړې دي.

نوموړي په دغه لیکنه کې ویلي، امریکا له افغانستان د روسیې د وتلو پر مهال په ژنیو کې د  6+2 هېوادو «د افغانستان شپږ ګاونډیان، روسیه او امریکا» غونده کې له روسانو اعتراف واخیست، چې له افغانستانه به وي، خو په خبرو کې یې نه د افغانستان پرمختګ او آباد په پام کې ونیوه او نه هم راتلونکې.

د هغه په وینا د همغه خبرو او پرېکړې پایله دا شوه، چې افغانستان کې د جګړې مخه ونه نیول شوه، کورنۍ جګړه پیل او افغانستان په کې تباه شو، چې تر ننه یې ناوړه اغېزې دوام لري.

ښاغلي ضعیف د افغان سولې په اړه د امریکا وروستیو هڅو ته په اشارې وايي، امریکایان اوس هم په ورته شکل غواړي په افغانستان کې هماغه تېروتنه تکرار کړي.

نومړي زیاتوي« دوی غواړي ګاونډي او هغه هېوادونه چې د 1988 ز. کال په قضيه کې دخيل ول، هغوی بيا دخيل کړي او د افغانستان په سرنوشت کې هغوی ته هم ونډه ورکړي.»

خو خبره یې  دغه ډول سیاسي معادله چې يو ځل ترسره شوې، بيا تکرار يې نه ممکن دی، نه ګټه رسوي او نه د افغانستان موضوع حل کولای شي.

دی وايي، د افغانستان په سرنوشت کې د نورو هېوادونو دخيل کول ناکامه طريقه ده؛ ځکه د افغانستان موقف دومره قوي نه دی چې د دغو هېوادونو رقابت ته په پام سره خپلې ګټې خوندي کړي؛ بلکې د هغوی د ګټو او اهدافو ښکار کېږي.

د ښاغلي ضعیف په باور څه چې په سياسي لحاظ زلمی خليلزاد تکراروي او يا به د امريکايانو  تګلاره همدا وي نو دا د سولي لاره نه؛ بلکې دا يو سازش دی چې دوی يې په مخه وړي او نتيجه نه ورکوي.

نوموړي د افغانستان د روانې ستونزې د حل لپاره ځینې وړاندیزونه هم کړي او وايي« ښه به دا وي چې امریکا او طالبانو تر منځ دا حساب تصفيه شي او د دوی ترمنځ د اعتماد يوه فضا رامنځته شي، طالبان په دې مطمئن شي چې امريکايان له افغانستانه وځي او بيا وروسته هم د پيسو يا زور يا بل څه له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، په مستقبل کې پر افغانانو يوه تحميلي اداره نه غواړي، له سولې وروسته بيا جنګ ته لمن نه وهي، د افغانستان مستقبل په سوله او ثبات کې راځي، دا موضوعات له طالبانو سره مطرح او نهایې شي، له دې وروسته بين الافغاني ډيالوګ پېل شي، هيچاته اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان په سرنوشت کې مداخله وکړي، نور افغانان په خپل منځ کې سره کښېني او د هېواد په راتلونکې، د هغه په اقتصاد، د حکومت او نظام پر جوړښت، اساسي قانون، د حکومت پر نوعيت او نورو اساسي اصلاحاتو فکر وکړي او اتفاق ته ورسېږي، بين المللي ټولنه يوازې د ګاونډيانو عدم مداخله تضمين کړي او د افغانانو د پرېکړو ملاتړ وکړي.»

مولوي عبدالسلام ضیعف د لیکنې په پای کې ویلي، چې د دغه هدفونو لپاره باید په لومړۍ مرحله کې  د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي، او تر یو معین وخت پورې انتخابات وځنډول شي.

دوهم دا کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقات وشوه،  بیا بین الافغاني مذاکرات پېل، ټول افغان طرفونه به پکې برخه لري.

د ښاغلي ضعف په باور همدا د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لاره ده چې بيا کولای شي نړيوالو ته تضمين ورکړي چې بيا به افغانستان د دوی پر ضد نه کارول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي